IQNA

د قاهرې د قرآڼ نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤ پیل شوي  دي

8:37 - December 25, 2023
د خبر لمبر: 3488473
ایکنا- د قاهرې د قرآن د نړیوالوسیالیودیرشم پړاؤ د نړۍ د ۶۴هیوادونو څخه د څه دپاسه سلو ګډون کونکو  په شتون سره د مصر  قاهرې په اداري پلازمینې  کې  واقع د مصر لوی جومات په دارالقرآن کې له شنبې ورځې راسې پیل شوي دي.

ایکنا نیوز د الیوم السابع له قوله راپورراکړ، د مصر دقاهرې دقرآن  د نړیوالو سیالیودیرشم پړاؤ  د نړۍ له ۶۴ هیوادونو څخه د څه دپاسه سلو ګډون کونکو په شتون سره د قاهرې په اداري پلازمینې کې  په شبنې ورځې پیل شوي  او تر پنځو ورځو پورې به دوام ولری.

د مصر د اوقافو د چارو وزیر محمد مختار جمعه ددغو دستورو په پرانیستونکو دستورو کې  چې د قاهرې په  اداري پلازمینې کې د مصر په لوي جومات کې په دارالقرآن  کې ترسره کیږي، د قرآني فعالیتونو د  پراخ ملاتړ لپاره ئې  په تیره بیا د سیالیو ددغه پړاؤ د جایزو د نغدو پيسو ددرې برابره زیاتولو په لړ کې  ددغه هیواد دولسمشر  قدرونه او ستاینه وکړه.

د مصر د اوقافو وزیر  په دوام کې د قرآن کریم د خدمت او دقرآني فعالیتونو په باب ددغه وازرت دهڅو په معرفۍ سره   ووئيل، د هغو فعالیتونو مهمه برخه چې دغه وزارت ورته توجه کړې ده ،د قرآن د محفلونو په ډولوالی سره ترسره کیدا،د  مختلفو قرآنی مرکزونو تاسیس او دپه مختلفو ژبو باندې دقرآڼ کریم دمعاني ژباړه او د قرآن څيړنې په حوزې کې دډول ډول آثارو شتون شامل دی .

دغه سیالیۍ  د مصر  د لوي قاری  شیخ محمودعلی البنا ددرنښت په خاطر د هغه په نامې سره نومول شوي دي .

دغه سیالۍ په شپږو مهمو برخو کې ترسره کیږي ، چې په هغو کې لومړۍ برخه  د تفسیر او په لهحې سره د قرآن کریم حفظ  و د جوماتونو له امامانو، و اعظانو ،دعلمی پلاوی له غړو او دهغوي له همکارانو پرته د نورو کاندیدیانو لپاره  د آیتونو د مفاهیمو درک کول، په دې شرط  چې د نامې د ثبتولو په وخت ئې عمر له ۳۵کلونو زیات نه وي، شاملیږي ، په دغې برخې کې به لومړي ګټونکي ته درې لکه مصري پونډ ،دوهم کس ته دوه نیم لکه مصري پونډ او دریم ګټونکي ته هم دوه له مصري پونډ جایزه ورکړل شي.

په دوهمې برخې کې   د غیر عرب ژبو لباره د قرآن کریم د حفظ اوقرآیت په دې شرط چې د نامې د ثبتولو په وخت ئې عمر له دیرشو کلونو زیات نه وي.

په دریمې برخې کې چې د زلمیانو لپاره ده ، د لغت دمعنو په درک کولو سره د قرآن کریم حفظ او د دیوسف سورې په تفسیر سره په دې شرط چې  د نامې د ثبتولو په وخت ئې عمر له دیرشو کلونو زیات نه وي ګډون  کولی شي

په څلورمې برخې کې د جوماتونو د امامانو ، واعظانو ،د علمی پلاوي د غړو او دهغوی د همکارانو لپاره د قرآن کریم حفظ په قرآیت او تفسیر سره او د د هغه دکلی مفاهیمو ددرک په دې شرط چې د نامې دثبتولو په وخت ئې عمر له څلویښتو کلونو زیات نه وي ، برخه اخستلی شي ، ددغې برخې  جایزې هم درې لکه او دوه نیم  لکه  مصري پونډ ده .پنځمه برخه هم د قرآن د حفظ او دمعنو ددرک او کلی اهدافو په درک سره د قرآن کریم سره دګروهمنو  لپاره  چې عمرونه ئې له دیرشو کلونو زیات نه وي  ځانګړی شوې ده .  شبږمه پرخه هم د کورنیو له خوا د قرآن کریم د حفظ او دهغو دکلی موخو او دمعنو په درک سره  په دې شرط چې د کورنۍ  غړي له درو حافظانو کم ونه ولری   په دغې سیالۍ کې برخه اخستلی شي ، چې جایزه ئې هم څلور لکه  مصري پوڼډ کیښودل شوې ده . په  دغې برخې کې د ګډون کونکو لپاره لازمه ده چې  کورنۍ ئې مخکې د سیالیو لومړۍ مقام نه وي ترلاسه  کړي.

همداراز څو یولک پنځوس سره پونډه تشویقي جایز هم نورو ګډون کونکو ته  ډالس کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4189478

 

captcha